ټولنه

د ناروې کميټې په کاپيسا کې د کرنې په برخه کې هڅې پیل کړې دي

کابل /د لېندۍ٢٣مه /باختر
د ناروې کميتې په کاپيساکې د کرنې د ښه والي لپاره هلې ځلې پيل کړې دي
دغه هلې ځلې د کاپيسا د کرنې او اوبولګولو د رياست په همکارۍ پيل شوې دي.
درارسېدلوخبرونوله مخې؛ د دغه پروګرام په چوکاټ کې ټاکل شوې ده په کاپيسا کې په ٢٠٠٠بزګرانو توره او سپينه سره او د کرنې اصلاح شوي تخم وويشل شي.
د کاپيسا د کرنې او اوبولګولو رييس مولوي روح الله روحاني باخترآژانس ته وويل چې په دې دوره کې پر یادو بزګرانو توره اوسپينه سره او د کرنې اصلاح شوی تخم ویشل کېږي.
څو ورځې مخکې هم په کاپيسا کې ٢٠٠٠ بزګرانو کیمیاوي سره او د غنمو اصلاح شوی تخم ترلاسه کړی و.
د کاپيسا د کرنې او اوبولګولو رييس وايي چې هلې ځلې کوي له بزګرانوسره د مرستې له لارې کرنه نوره هم ښه شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته