TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ناټو او امریکا ترمنځ همغږي او همکاري بېرته پیاوړې کېږي

٨- کابل/ د سلواغې ۸مه/ باختر
د ناټو سکرټر جنرال ستولتینبرګ د امریکا له نوي جمهوررییس جوبایډن سره تلیفوني خبرې وکړې او دواړو په دغو خبرو کې د ناټو او امریکا ترمنځ پر لاډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده اولیکي:
امریکا د ناټو په جوړولو کې کلیدي نقش لاره او د دغه پوځي سازمان د جوړېدو له همغه پیله یې د هغه غړیتوب لاره او د دغه سازمان په پیاوړي کولو کې یې ستر نقش لوبولی دی؛ خو د ټرامپ په واکمنۍ کې د ناټو او امریکا تر منځ اړیکې ترینګلې شوې. ټرامپ په غیرعادي څرګندونو او پرېکړو په ناټو کې خپل تاریخي ملګري او متحدین خوابدي کړل. ده پر ناټو ډېر باور نه کاوه او تل یې ویل چې امریکا نه شي کولای د نورو دامنیت لپاره پيسې ورکړي او د ناټو هر غړی هېواد دې خپل امنیت ټینګ کړي. دغه راز ناندرۍ د ټرامپ په څلورکلنه واکمنۍ کې روانې وې. همدارنګه د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا او ناټو د ګډ ماموریت په اړه هم د امریکا او ناټو ترمنځ اختلاف شتون لاره او ټرامپ پرته له دې چې د ناټو له مشرتابه سره مشوره وکړي، پرېکړې یې کولې.
د جوبایډن په راتګ سره د سپینې ماڼۍ سیاست هم بدل شو. جوبایډن د کار له پیله د ټرامپ غیرعادي پرېکړو ته د پای ټکی کېښود او کوښښ یې پیل کړ چې امریکا له خپلو متحدینو سره اړیکې له سره ورغوي. د بایډن حکومت د دفاع وزیر لومړی تلیفون د ناټوسرمنشي ته وکړ او له هغه سره یې پر نږدې کار او همغږۍ ټینګار وکړ. همدارنګه ستولتینبرګ او جوبایډن هم تلیفوني خبرې وکړې او لکه پورته چې وویل شول په دغو خبرو کې یې د امریکا او ناټو ترمنځ پر نږدې کار او همکارۍ ټینګاروکړ. همدارنګه دواړو لوریو په افغانستان او عراق کې پر خپل پوځي ماموریت هم خبرې وکړې.
د افغانانو لپاره مهمه موضوع د امریکا او ناټو د پوځي ماموریت د دوام څرنګوالی دی. په دې اړه د ناټو مشرانو تل اندېښنه لرله او ډار یې داو چې هسې نه امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي شتون په اړه یواړخیزه پرېکړه ونه کړي او ناببره له افغانستان څخه خپل پوځونه ونه باسي. د ناټو د مشرتابه ټنیګار داو او ستولتینبرګ به تل دا خبره تکراروله او تکراروي یې چې ( افغانستان ته د تلو پرېکړه په مو ګډه کړېده او د وتلو پرېکړه به هم په ګډه کوو). د ناټومشر وایي: موږ د افغانستان د سولې بهیرملاتړ کوو او د پاتې کېدو او یا وتلو په اړه به شرایطو او واقعیتونو ته په کتو پرېکړه کوو.
د افغانستان لپاره تر ټولو سترلومړیتوب سولې ته رسېدل دي او سولې ته رسېدل پر کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع سربېره، د افغانستان د ستراتېژیکو متحدینو تر منځ همغږۍ او اجماع ته هم اړتیا لري. په دې برخه کې د امریکا او ناټو ترمنځ همغږي او اجماع ستر نقش لوبولی شي. افغانان باعزته سوله غواړي، داسې سوله چې په هغې کې په تېرو دوو لسیزو کې د نظام جوړونې په برخه کې ټولې لاسته راوړنې وساتل شی، داسې سوله چې بیا څوک واک ته د رسېدولپاره زور، ټوپک او کوتک و نه کاروي؛ بلکې د ملت خوښې او ارادې ته غاړه کېږدي، داسې سوله چې له افغانستان سره په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.
پاى-ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته