سیاستخبرونه

د ناټو سرمنشي: ناټو د افغانستان سولې خبرو ملاتړ کوي

کابل/ د سلواغې ۳مه/ باختر
د ناټو سرمنشي ینس ستولتینبرګ نن د ناټو په مقر کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره وکتل. دواړو لوریو په دې کتنه کې د مدیترانې د ختیځ، افغانستان، عراق او لیبیا په ګډون د یو لړ امنیتي مسالو په اړه خبرې وکړې. د افغانستان په اړه د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ناټو دغړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په راتلونکې غونډه کې به چې په فبروري کې جوړېږي، ناټو په افغانستان کې د خپل روزنیر ماموریت برخلیک مطرح کړي. هغه زیاته کړه: هره لاره چې موږ یې غوره کوو، مهمه دا ده چې دا کار په ګډه، همغږۍ او آګاهانه ډول ترسره کړو. ستولتینبرګ زیاته کړه چې ناټو د افغانستان د سولې خبرو ملاتړ کوي او د دغه بهیر د یو برخې په توګه چمتو ده چې په راتلونکې کې هم په دغه هېواد کې خپل شتون عیار کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته