ښوونه او روزنه

د نجونو د تعلیمي بهیر د پیل د آوازو په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

کابل / د تلې ۲مه / باختر
په ټولنیزو شبکو کې داسې خبرونه خپرېږي چې ګنې د زده کوونکو نجونو تعلیمي بهیر د شنبې په ورځ پیلېږي.
د پوهنې وزارت رهبري ګرانو هېوادوالو او د پوهنې سترې کورنۍ ته دا علاموي چې دغه خبرونه بې بنسټه او تشې آوازې دي او یوشمېر ورانکار او متعصب ذهنیتونه د دغه شان خبرونو تر شا دي.
د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت تراوسه د نجونو د ښوونځیو د تعلیمي بهیر د پیل په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پر طرحې کار روان دی چې پایلې به یې وروسته د افغانستان له پتمنو خلکو سره د پوهنې وزارت د رسمي وېبپاڼې له لارې شریکې شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له هېوادوالو څخه غواړي چې د مسوولو ښاریانو په توګه، د خلکو ذهني آرامي خپله دنده وګڼي او د بې بنسټو خبرونو او آوازو له خپرولو ډډه وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته