امنیت

د نشه يي توکو نهه قاچاق وړونکي ونيول شول

۴۸- کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن نهه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند له څلورو ولايتونو څخه ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باختر آژانس خبريال ته وويل: له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په کابل، نيمروز، بلخ، هرات او خوست کې په څو جلاجلا عملياتو کې ۹ تنه د ۴۵ کيلوګرامه اپينو، ۵ کيلوګرامه چرس او يوه اندازه هيروئين او ښيښې د قاچاقو په اړوند ونيول.
د نيول شويو کسانو نسبتې دوسيې له لومړنيو تحقيقاتو وروسته اړوندو بنسټونو ته سپارل شوې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته