امنیت

د نشه يي توکو يو جوړونکى او پلورنکى ونيول شو

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د شرابو يو توليدونکى او پلورونکى په هرات ولايت کې ونيول شو .
دغه سړى چې د هرات ښار د نهمې ناحيې اوسيدونکى دى؛ د څارنوالۍ رياست د استازي په ګډون د ده د کور د پلټنې په وخت کې له نوي بوتلو الکولي مشروباتو، پنځوسو تشو بوتلونو، د پرس د يوې دستګاه، د سرغچ د يوه دستګاه د بوتلونو د څلور کارته سرپوښونو او د بهيرنيو مشروباتو له يو کارتن ليبل سره د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مديريت د کارکوونکو له خوا ونيول شو.
د هرات د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل چې دغه سړي په خپل جرم اعتراف کړى دى.
دغه راز د دغه مديريت منسوبينو درې تنه په پرچون ډول د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول.
دغه کسان د انجيل ولسوالۍ اوسيدونکي دي چې له ١٨٠ کڅورو ډول نشه يي توکو سره د پوليسو ١١٩ شمېرې اطلاعاتي مرکز ته د خلکو د خبرله مخې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مديريت د پرسونل له خوا ونيول شول او تر پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته