امنیت

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى د کابل په نړيوال هوايي ډګرکې ونيول شو

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٠
د نشه توکي يو قاچاق وړونکى چې غوښتل دوه کيلوګرامه اپين يې د يوې الوتنې په واسطه د کابل له نړيوال  هوايي ډګر څخه له هيواد څخه بهرته وليږدوي؛ ددغه هوايي ډګر د ګمرک د موظفينو له خوا ونيول شو.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه نيول شوى سړى د ننګرهار ولايت اوسيدونکى دى چې غوښتل دوه کيلوګرامه اپين يې چې په يو کارتن او لاسي بکس کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي و؛ د يوې الوتنې په واسطه له هيواد څخه بهرته وليږدوي چې د کابل د نړيوال هوايي ډګر د ګمرک د موظفينو له خوا له وپيژندلو وروسته او ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته