امنیت

د نشه یی توکو دوه پلورونکي په ننګرهار کې ونیول شول

– جلال اباد/ د کب / ۶/ باختر
دوه تنه چې ویل کېږي په ننګرهار کې د نشه یی توکو پلورونکي وو، ونیول شول.
پولیس وایی چې دغه دوه تنه تېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې په یو کور کې وپېژندل شول او ونیول شول.
له نیول شویو کسانو یوه اندازه چرس،ښیښه ، نغدې پیسې او جنګي وسایل ترلاسه شوي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې نیول شوي کسانو د جلال اباد ښار په بېلا بېلو سیمو کې د نشه یی توکو د پلورلو دنده درلوده .
د یو بل خبر له مخې، ٢٣ تنه په ننګرهار کې په جنایی جرمونو کې د لاس لرلو په تور ونیول شول .
په نیول شویو کسانو د غلا، وژنې ، انسان تښتونې او د نشه یی توکو د قاچاقو تور لګول شوی دی.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغه کسان په تېرو٢٤ ساعتو کې د ننګرهار له ښار او یو شمېر ولسوالیو څخه د عملیاتو او د موټرو د پلټنې په وخت کې ونیول شول .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته