ټولنه

د نعمت روان جنازه په زابل کې خاورو ته وسپارل شوه

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د ماليې وزارت د رسنيو د آمر او د طلوع نيوز د پخواني ويندوی نعمت روان جنازه په زابل کې په خپل ټاټوبو کې خاورو ته وسپارل شوه.
هغه پرون په قندهار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې شهيد کړای شو.
نعمت روان زيات کلونه په طلوع نيوز ټلويزيون کي د ويندوی په توګه کار کاوه او په دغو ورستیو کې د ماليې وزارت د رسنيو آمر ټاکل شوی و.
د زابل له مرکز قلات ښار څخه د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ خاورو ته د نعمت روان د جنازې د سپارلو په مراسمو کې يوشمېر خبريالانو، مدني فعالانو، سيمه ييزو مسوولينو او د شهید خپلوانو ګډون کړی و.
خاورو ته د نعمت روان د جنازې د سپارلو په مراسموکې برخه والو خبريالانو له حکومت څخه وغوښتل چې د هغه د ترور عاملين ونيسي او سزا ورکړي.
له بله پلوه دغو خبريالانو په افغانستان کې د خبريالانو د هدفي وژنو د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه.
د نعمت روان ترور له پراخو کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوى دى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته