Uncategorized

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رنګین ماښام په نوم مشاعره ترسره کړه

.
د رنګین ماښام په نوم دغه مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې جوړه شوې وه چې پکې د ننګرهار د بېلابېلو سیمو شاعرانو او ترنم کوونکو برخه اخیستې وه.
د یاد ریاست د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نور محمد حنیف وویل چې موخه یې له دې مشاعرې خپلو فرهنګیانو او شاعرانو ته ډاډ ورکول دي چې باید خپلو فرهنګي هڅو ته دوام ورکړي.
ده وویل ، اسلامي امارت د شاعرانو ملاتړ کوي خو هیله یې وکړه ، چې شاعران دې په اوسنیو حالاتو کې د وطن د بیا جوړونې، له وطنه د تیښتې راګرځولو، اسلامي او ملي روحیې پر فکر شاعري وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رییس دغه راز وویل چې دا مشاعرې به په هرو پنځلسو ورځو کې یو ځل د همدې رنګین ماښام تر نامه لاندې جوړوي او تمه ده چې ولسوالیو ته یې هم وغځوي.
د یادونې ده چې پدې مشاعره کې د ننګرهار ولایت ویاند، اداري کارکوونکو، جلال اباد ښاروال، د ملي امنیت او کډوالو چارو رییسانو او نورو دیني عالمانو او د اسلامي امارت مجاهدینو حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته