فرهنګ

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لوحو د اصلاح کمپاین پيل کړ

– کابل/ د کب ۱۰ مه/ باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لوحو د اصلاح کمپاین پيل کړ، د دغه ریاست مسوولین وايي چې په یاد کمپاین کې به مبتذلې کلمې او پر بهرنیو ژبو لیکل شوې، لوحې اصلاح شي.
د لوحو د اصلاح کمېسیون مشر او د افغان فلم مدیر محمد شاه مجروح وايي چې د لوحو له اصلاح يې موخه د خپلو ژبو د ادبیاتو دودول او د مبتذلو کلیمو پاکول دي، هغه د ښار له ټولو هټیوالو د همکارۍ هیله وکړه.
د مجروح په خبره په کمپاین کې به د لوحو پر اصلاح سربېره د غیر اخلاقي فلمونو د مخنیوي لپاره هم پلان لري، چې د تېر په څېر د ټولو هغه کمپیوټر کارانو هارډیسکونه وپلټي چې غیر اخلاقي فلمونه پکې خرڅېږي.
د ده په خبره ننګرهار له دیني او کلتوري اړخه د هېواد په کچه ښه نوم لري او پکار ده چې د دې نوم د ساتلو او له ټولو ارزښتونو سره سم فلمونه پکې بازار ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اطلاعات او فرهنګ ریاست د لوحو د سمون او غیر اخلاقي فلمونو د مخنیوي کمېسیون کمپاین ترسره کړی و.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته