جلال آباد/ د مرغومې ۳۰ مه / باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یونیسف په مالي ملاتړ د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ١٠ ورځنی عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه ١٠ ورځنی کمپاین به د (قلم لار ټولنې) د غړیو سره یوځای د اچین ولسوالۍ په ټولو کلیو کې ترسره شي.
پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ