اقتصاد

د ننګرهار د تیتروسو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د ننکرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د تحقیقاتي فارمونو تر جوړولو وروسته د تیتروسو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی چې د مختلفو ډولونو حاصلات يې اوسمهال پاخه شوي دي.
د کرنې رییس انعام الله ساپي د باختر اژآنس خبریال ماهر احسانزي ته وویل چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر تیتروسو د تحقیقاتي فارم کار روان و، چې اوس مهال د ننګرهار له هوا سره مناسب ډولونه يې تر پالنې لاندې دي.
د تحقیقاتي فارم یو غړی چې بهادر خان نومیږي، وايې اوسمهال د تیتروسو ۶۶ ډولونه په ننګرهار کې پيدا کېږي، چې په خبره يې تر نورو ډولونو يې حاصلات ښه دي.
دی وايې اوس تر بل هر وخت د تحقیقاتي فارم د هڅو له مخې ټول میوه لرونکي بڼونه د ننګرهار له هوا سره مناسب جوړ شوي، چې په خبره يې دې چارې ته دوام ورکوي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې پر ۸ زره جریبه ځمکه تیتروس کرل شوي دي.
هغه وايې چې په ننګرهار کې یې د تحقیقاتي فارم په هڅو د ټولو مېوه لرونکو ونو هغه ډولونه په نښه کړي، چې د دې ولایت له هوا سره مناسبه وده او پایله ورکوي.
د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپی وايې چې تمه ده په راتلونکي کال کې دوه زره د نویو میوو بڼونه جوړ کړي، چې دا بڼونه به تر ډېره په ولسوالیو کې وي.
ساپی وايي: دوی هیله لري چې دا ځل بزګران له پنځوسو نیولي تر سلو جریبو پورې د بڼونو جوړولو ته چمتو کړي.
اوسمهال په ننګرهار کې د خرما، انارو، زیتونو، مالټو، نارنجانو، لوکاټو، شفتالو او نورو مختلفو میوو بڼونه شته چې د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ د هرې میوې مختلف ډولونه يې پيدا کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته