امنیت

د ننګرهار له زندان څخه افغانستان بانک ته لسګونه زره افغانۍ تحویل شوې دي

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د ننګرهار د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې په یاد زندان کې ورسره زندانیان د صنعت په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي چې حکومت يې معلومه فیصدي افغانستان بانک ته ورکوي.
د دغه زندان رییس څارنیار شاکر احمد قاضي زاده له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې دمګړۍ په ننګرهار محبس کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نجارۍ او فلزکارۍ په برخو کې د زندان ښځینه او نارینه بندیان په کار بوخت دي چې د هر تولید ټاکلې اندازه فیصدي د صنعت آمریت افغانستان بانک ته سپاري.
قاضي زاده وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې يې افغانستان بانک ته، د زندانیانو د صنعتي توکو د تولید له امله ۱۶۰ زره افغانۍ تحویل کړې دي.
هغه زیاتوي چې زندانیان جوړ شوي توکي، د ملاقات په ورځ د خلکو مخې ته ږدي، چې له همدې ځایه يې تر خرڅولو وروسته، په هر تولید کې ۴۰ سلنه پیسې صنعتي آمریت ته سپارل کېږي.
په زندان کې د یادو شویو کسبونو استادان وايي چې د دغه ډول اسانتیاوو برابرولو ورته نه یوازې د بند په موده کې د پام غلطولو زمینه برابره کړې، بلکې له همدې ځایه خپلې اړتیاوې هم پوره کوي او له کورنۍ سره هم مرسته کوي.
دوی له نورو زندانیانو هم هیله وکړه چې د شته کسبونو په برخه کې شاګردي وکړي او د بند مودې په پوره کېدو سره به له زندانه د یو کسب د استاد په توګه ووځي.
د یادونې ده چې د ننګرهار په زندان کې پر دې کسبونو سربېره د سواد زده کړې، انګلیسي او کمپیوټر درسونه هم ورکول کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته