امنیت

د ننګرهار له زندان څخه يو تيښتېدلى بندي بېرته ونيول شو

– کابل /د کب ٦مه /باختر
هغه سړى چې د ننګرهار له زندان څخه تښتېدلې و، وپېژندل شو اوپه عملياتوکې ونيول شو.
نجيب د انسان تښتونې او وژنې په جرم په ٢٠ کاله بند محکوم شوى واو د ننګرهار په مرکزي زندان کې بندي و.
هغه تېرکال په دغه زندان کې د داعش د بريد په وخت کې په تيښې بريالى شوى دى خو نن سهار د ثمر خيلو په ساحه کې د ملي امنيت د ځواکونو په عملياتوکې ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياندعطا الله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې نجيب الله د جنايي جرمونوپه ترسره کولوبوخت و.
له دغه فراري بندي څخه دوه تومانچې ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار په مرکزي زندان په بريد کې چې څومياشتې مخکې ترسره شو د څو تنو بنديانو په ګډون ١٠ تنه ووژل شول او يو شمېر نورټپيان شول.او د داعشيانوپه ګډون يوشمېر بنديان په تيښتې بريالي شول .
د ننګرهار پوليسو تراوسه پورې يوشمېر تښتېدلې بنديان بېرته نيولي دي
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته