خبرونهاقتصاد

د ننګرهار مستوفیت دوه کار کوونکي ووژل شول

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر

ناپېژاندو وسله والو نن سهار اته نیمې بجې د ننګرهار په مرکز جلال آباد پورې اړوند فارم هډې سیمه کې د دغه ولایت د مستوفیت دوه کارکوونکي ووژل.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید خان د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د مستوفیت کارکوونکي کله چې د دندې په لور روان وو، د ناپېژاندو وسله والو په ډزو سره ووژل شول او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته