ښوونه او روزنه

د ننګرهار په زندان کې بندیانو ته د زده کړې زمینه برابره شوه

۲۷- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د ننګرهار په جېل کې بندیانو ته له ۴ تر ۹ ټولګي پورې زده کړې ورکول کېږي چې د بند مودې تر پوره کېدو وروسته کولای شي، په خپلو سیمو کې نورو زده کړو ته هم دوام ورکړي.
د ننګرهار د بندخونو چارو د سمون رییس له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال د ننګرهار په زندان کې ۲۸۰ بندیان په زده کړو بوخت دي.
سرچینه زیاتوي چې دغو بندیانو ته په اسلامي زده کړو سربېره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر درسونه هم ورکول کېږي.
د څارنیار شاکر احمد قاضي زاده د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار محبس کې د سواد زده کړې تر کورس وروسته بندیان څلورم ټولګي کې شاملوي چې د بند مودې په پوره کېدو سره کولی شي د خپلې سیمې ښوونځي ته سه پارچه یوسي او پاتې زده کړو ته دوام ورکړي.
د قاضي زاده د ملوماتو له مخې؛ په دغو شاګردانو کې ورسره ۲۵ بندیانې ښځې او نجونې هم شاملې دي چې یوه ښځینه استاده درس ورکوي.
د ننګرهار په محبس کې پر ښوونځي سربېره په نورو برخو کې هم زده کړې تر سره کېږي چې د مسوولینو په خبره لسګونه بندیان پکې په نورو برخو کې هم په زده کړو بوخت دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته