خبرونهروغتیا

په ننګرهار کې يو روغتون جوړ شو

٢٣- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې يو روغتون جوړ شو.
دغه روغتون د جراحي، داخلې او د نسايي ولادي څانګې لري او په پرمختللو طبئ تجهيزاتو سمبال دى او سرله نن څخه په لسګونو روغتيايي کارکوونکي د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پکې په کار بوخت دي .
د ننګرهار د والي مرستيالې حبيبې کاګړ د دغه روغتون د پرانستلو په مراسمو کې وويل چې د دغه روغتون په جوړولو سره به خلکو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول ښه کړي .
د نننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نصير احمد دراني وايي ټاکل شوې ده په راتلونکې کال کې ٨ روغتيايي مرکزونه د ننګرهار په ځينوسيموکې جوړ شي .
هغه وايي چې د دغو روغتونونو جوړول د هېواد د پايتخت او بهرنيو هيوادونو روغتونونو ته به د ننګرهار د خلکو اړتياوې لږ کړي .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته