اقتصاد

د ننګرهار په فارمونو کې شل ټنه شات ټولید شوي دي

کابل / د سلواغی / ۱ / باختر
۵۵۰ ټنه شات د ننګرهارد مچیو د روزنې له فارمونوڅخه ترلاسه شوي دي.
دغه شات د روان کال په بهیرکې په دغه ولایت کې د مچیو د روزنې په ۶۵۰ فارمونوکې تولید شوي دي.
د ننګرهارد کرنې رییس عبدالستارمحمد باخترآژانس ته وویل چې سږ کال د ننګرهارد مچیو د روزنې له فارمونوڅخه ۵۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار تولیدي شات زیاتره په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي.
دغه باکیفت او خوندور شات د افغانستان د اوسېدونکوترمنځ زیات پېردونکي لري.
اوس په کورنيو بازارونو کې یو کیلو خالص شات له یوزرو څخه تر یونیم زروافغانیو پورې پلورل کېږي.
د وړاندې شویوشمېرنو له مخې، اوس په ننګرهارکې ۴۰۰۰۰ کورنۍ د شاتو د تولید ، پروسس او پلورلوڅخه خپل ژوند تېروي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته