خبرونهامنیت

د ننګرهار په مرکز کې يوتن د ماين په چاودنه کې ټپي شو

٥١- کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
يو ملکي د ننګرهار په مرکز جلال ابادښار کې د ماين په چاودنه کې ټپي شو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ ماين د غوړيو د لېږدونې په يوموټر کې ځاى پرځاى شوي و چې نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار په يوه ګڼ مېشت سيمه کې وچاوديد.
د ننګرهار يو امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يوملکي ټپى شوى دى .
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
پوليس وايي چې د دغې چاودنې د عاملينو د پېژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
ختم_ ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته