Uncategorized

د ننګرهار په يو درملتون کې د چاودنې مخه ونيول شوه

٤٨- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د ملي امنيت منسوبين وايي چې د ننګرهار په يو درملتون کې د چاودنې مخه ونيوله.
د رارسېدلوخبرونوله مخې ؛ بم د ننګرهار په مرکزجلال اباد ښار کې د ډاکتر عثمان حليم په درملتون کې ځاى پرځاى شوى و چې نن له غرمې مخکې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا کشف اوشنډ کړاى شو .
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل د دغه بم د اېښودلو په تورڅوک نه دى نيول شوى ، دا په داسې حال کې ده چې د ډاکتر عثمان حليم درملتون تل د لسګونو ناروغانو او ناروغ لرونکو ډګردى .
تراوسه پورې د دغه بم د اېښودلو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته