اقتصاد

د نورو ولايتونو په پرتله د روزګان ځيره په لوړه بیه پلورل کېږي

۱۹- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
په روزګان کې د وچو مېوو او نورو توکو سوداګر وايي چې د دغه ولایت ځيره د نورو ولايتونو د ځيرې په پرتله ښه ارزښت لري او قيمت يې هم لوړ دی.
د روزګان يو سوداګر حاجي اسدالله وايي: ځيره چې په درملو او نورو کيمياوي توکو کې ترې استفاده کيږي، قيمت يې لوړ او زحمت يې لږ دی، نو ځکه زيات کروندګر په خپلو ځمکو ځیره کري.
په ورته وخت کې د روزګان کروندګر وايي چې د حکومت د پاملرنې له امله يې په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی او د تېرو کلونو په پرتله يې حاصلات ښه شوي دي.
د مني د فصل په تېرېدو سره چې د ځيرې د کرکيلي وخت دی زيات کروندګر دا مهال په خپلو ځمکو کې د ځيرې په کرکیله بوخت دي.
کروندګر وايي چې د نورو حاصلاتو په پرتله د ځيرې کرکېله اسانه او لږې اوبه غواړي چې له امله يې زياتو بزګرانو د ځیرې کښت ته مخه کړې.
په همدې حال کې د روزګان ولایتي چارواکي هم وايي چې په دغه ولايت کې د ځيرې محصولات زيات شوي دي.
د روزګان د کرنې او اوبو لګولو رييس احمدشاه خيري د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د ځيرې محصولاتو د زياتې ودې او بازار موندنې لپاره به کار وکړي.
هغه وايي چې روان کال بزګرانو په دغه ولایت کې پر ۴۰ هکټاره ځمکه د ځيرې کر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په روزګان کې سږکال د ځېرې سربېره کنجدو، انارو او انځرو هم ښه حاصل ورکړی دی.
د روزګان اوسېدونکي له وسله والو طالبانو غواړي چې جګړه بنده کړي، څو افغانان په ټولو برخو کې پر ځان بسیا شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته