اقتصاد

د نوري فایبر د ښاري شبکې د جواز وېشلو بهير پيل شو

٤٥- کابل / د سلواغې ٨ مه / باختر
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) په لومړي ځل د انټرنیټي خدماتو د انکشاف او ودې په هدف د نوري فایبر د جوازونو په وېش کې د تعدد راوستو تر څنګ په لویو ښارونو، سیمو او ولسوالیو کې د انټرنیټي اتصال په هدف د ښاري فایبر غځونې د جوازونو د ورکړې پروسه پيل کړه.
ايتراپه يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې اترا په دې سره د هیواد د ۳۴ ولایتونو په یوه یا ډیرو ښاري سیمو کې د فایبري اتصال د رامنځته کولو لپاره لار پرانیسته چې دا د افغانستان مخ پر ودې مخابراتي صنعت کې د پانګونې یو بهترین فرصت دی او جواز لرونکو تشبثاتو ته چانس ورکوي، چې له خپلې علاقې او خوښې سره سم د هېواد یو ولایت او ښار وټاکي او هلته د نوري فایبر زیربنا تمدید کړي، مخابراتي شبکه نصب او وچلوي.
جواز لرونکي تشبثات به له دې وروسته وکولی شي چې د فایبر انتقال، توزیع او لاسرسي د ظرفیت په اجاره ورکړي، د فایبر ښاري شبکه کې د ګټه اخیستنې حقوق (Indefeasible Rights of Use- IRU) وپلوري، د افغانستان له مقرراتو سره سم په مجازو سیمو (licensed areas) کې د IP ټرانزیټ په ګډون د ټرانزیټ خدمتونه وړاندې کړي؛ د کور ته فایبر (FTTH)، دفترته فایبر (FTTO)، سړک څنډې ته فایبر (FTTC)، محل ته فایبر (FTTP) د تمدید او ددغو خدماتو اړوندې زیربنا وې تهیه کړي.
د اترا ادارې د هر اړخیزو مطالعاتو له مخې به له دې پروګرام څخه لومړی لوی ښارونه او د ولایتونو مراکز برخمن شي چې په پلي کېدو سره به یې یوازې د کابل له ۳ میلیونو زیات وګړي له چټک، باکیفیته او ارزان انټرنیټ څخه په کور، دفتر او کارکې استفاده کوي، د ډیجیټالي محتویاتو صنعت به وده وکړي او د کار زرګونه فرصتونه به رامنځته شي. پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته