امنیت

د نيمروز امنيه قوماندان د دغه ولايت سرحدي پوستې وکتلې

کابل / د لړم٣ / باختر:
د نيمروز امنيه قوماندان سردارمحمد ايوبي د دغه ولايت سرحدې پوستې وکتلي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د نيمروز امنيه قوماندان د دغه ولايت د عبدالرحمن ګدر، خواجه ګدر، برج آس، ده رييس، حاجي جان، ماککي او ده درويش پوستو څخه د کتنې موخه په زرنج ښار کې د امنيت تامينول، د امنيتي پوستو سمبالول او د امنيتي منسوبانو د ستونزو لرې کول وبلل.
په دې کتنه کې د نيمروز د سرحدونو مسوول ابراهيم هېواد او د دغه ولايت امنيتي مسوولانو د نيمروز امنيه قوماندان ملګرتيا کوله.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته