ټولنه

د نيمروز د اطللاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست : په نيمروزکې د مدرسو ستونزوته پاملرنه کېږي

کابل /د تلي ٤مه /باختر
د نيمروز د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست نن په يوه غونډه کې څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې فرهنګي اواسلامي پروګرامونه د مدرسو په مشارکت پرمخ وړل کېږي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د نيمروز د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مفتي حبيب الله الهام په يوه غونډه کې څرګندده کړه چې فرهنګي اواسلامي پروګرامونه به د ديني مدرسو په مشارکت پرمخ يوړل شي او د ديني مدرسو فرهنګي کارونوته به پاملرنه وشي.
هغه زياته کړه: موږ بايد لاسونه ورسره ورکړو چې د لويديځو هېوادونو ناوړه فرهنګونه د خپل اصيل افغاني اواسلامي فرهنګ څخه لرې کړو او د مدرسو فرهنګي کميټې فعالې کړو.
وروسته د عمر فاروق د دانش سراي فرهنګي مسوول سيد يعقوب حسيني په مدرسو کې د فرهنګي کميټو د جوړولو په لاره کې د اطلاعاتواوفرهنګ له رياست څخه مننه وکړه اوڅرګنده يې کړه: په ديني مدرسوکې يولړ ستونزې شتون لري هيله کېږي چې دغه کميټې وکولاى شي دغه ستونزې حل کړي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته