کابل / د وږي ۲۵مه / باختر
د نيمروز د مرکز زرنج ښار سلګونو ښځو د اسلامي امارت د برياليتوب ملاتړ وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د نيمروز د مرکز زرنج ښار سلګونو ښځو د «الله اکبر، موږ نور دموکراسي نه غواړو او موږ د اسلامي او ايماني نظام غوښتنه کوو»
د شعارونو په ورکولو سره د اسلامي امارت له برياليتوب سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د دغې غونډې يوې برخه والې نجيبې د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ له کوم جبر پرته راغلې يوو او په دې لاريون کې زموږ د ګډون موخه زموږ د مسلمانو خويندو او ميندو د ديني آرمانونو پوره کول دي.
ج-ا
5 د یوې دقیقې څخه لږ