کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د خوړو د نړيوال سازمان حوزوي رييس دهرات له والي سره په کتنه کې په ٢٠٢٢کال کې د دغه سازمان د مرستو د دوام خبرورکړ.
د خوړود نړيوال سازمان حوزوي رييس عبدالقديرعاصمي دهرات له والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار سره په کتنه کې په ٢٠٢٢کال کې د دغه سازمان د مرستو د دوام خبرورکړ او زياته يې کړه، په دې دوره کې زيات اړکسان ترپوښښ لاندې نيسي.
هغه زياته کړه، دغه دفتر په ولسواليو کې هم خپلې مرستي زياتوي .
د هرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمداسلام جار د خوړو د نړيوال سازمان د زياتو دوستانه مرستو په قدرداني سره له هغوى څخه وغوښتل چې د خوړود مرستو ترڅنګ د افغانستان خلکوته کاري فرصتونه هم برابر کړي.
ج-ا
15 د یوې دقیقې څخه لږ