کابل / د تلي / ۲۳ / باختر
د نړۍ سره صلیب د قندهارله میرویس روغتون سره د طبي وسایلومرسته وکړه .
په دغو مرستوکې اړین درمل ، طبي وسایل او جنراتورونه شامل دي.
د نړۍ د سره صلیب د رسنیودفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د قندهارله مرکزي روغتون سره خپلو مرستوته دوام ورکوي.
د قندهارمرکزي روغتون څه نا څه ۷ کاله مخکې د نړۍ د سره صلیب په مالي مرسته جوړشوی و.
دغه روغتیايي مرکز یواځې په دریو ورستیو میاشتو کې د ۳۷ زرو ناروغانو درملنه کړې ده.
ع
9 د یوې دقیقې څخه لږ