ټولنه

د نړۍ سره صلیب د قندهار روغتیايي کارکوونکوته روزنیز ورکشاب جوړ کړ

کابل / د تلې / ۱۵ / باختر
د قندهارد میرویس روغتون روغتیايي کارکوونکوته روزنیز ورکشاب جوړشو.
په دې ورکشاب کې ۲۹ روغتیايي کارکوونکي ناروغانوته رسېدګي او ښه چلند په برخو او د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیولپاره زده کړې کوي.
په افغانستان کې د نړۍ د سره صلیب یومسوول باختراژانس ته وویل چې دوی له ۲۰ کلونورا په دې خوا په قندهارکې د جګړې قربانیانو ته د مرستې بهیراو د درملنې وسایل او روغتیايي کارکوونکوته د زده کړې بهير پیل کړې دي.
هغه وویل : په دې ورکشاب کې د قندهارپه مرکزي روغتون کې ځوان روغتیايي کارکوونکي ناروغانوته رسیدګی او د ښه چلند په برخو او د ساري نارغیو د خپرېدو د مخنیوي په خاطرزده کړې کوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته