ورزش

د نیمروز د والیبال لیګ سیالۍ د شهید ګل محمد ښوونځی د والیبال ټیم په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې

کابل / د مرغومي / ۱۱ / باختر
د نیمروز ولایت د والیبال سیالۍ چې ۲۷ ورځې مخکې د ۹ ټيمونوپه ګډون پیل شوې وې ، پای ته ورسېدې.
د نیمروز د والیبال مسوول شرآقا حبیبي د باخترآژانس خبریال ته وویل : دغه سیالۍ د ښوونځیود ۹ ټيمونو او د دغه ولایت د والیبال د ورزشی ټیمونوپه ګډون سره ترسره شوې وې د شهید ګل محمد ښوونځی لومړۍ مقام ، د هوتکي ښوونځی ټیم او د آزادي ټیم دویم او دریم مقام وګاټه.
د نیمروز د والیبال یوتن لوبغاړی احمد الله احدي د دغه جام له ترسره کولوڅخه په خوښی سره وویل: د دغه راز سیالیو ترسره کول د ځوانانو د انګیزې ، هڅونې او د پرمختک سبب کېږي.
هغه زیاته کړه : موږ د اسلامي امارت ، سوډاګرو او د نیمروز د بدني روزنې له آمریت څخه غواړو چې له ورزشکارانوڅخه زیات ملاتړوکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته