اقتصاد

د نیمروز صنعتی پارک د جوړولو په خاطر غونډه وشوه

کابل / د سلواغې ۴مه/باختر
د نیمروز ولایت صنعتئ پارک د جوړولو په خاطر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لوړ رتبه هيئت او د دغه ولایت د ملئ سوداګرو په ګدون غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پرمختیا او د پالیسۍ د تطبیق رییس مولوي محمد زمان ناصري وویل د نیمروز ولایت د ملي سوداګرو په غوښتنه په دغه ولایت کې د صنعتی پارک د جوړولو ډېر ژر پیل شي.
د هغه د څرګندونو له مخې د دغه پارک د جوړولو لومړني کارونه تر سره شوي دي او د سړکونو د جوړولو او د نقشې په خاطر د انجنیرانو مسلکي ټیم نیمروز ته راځي.
هغه زیاته کړه په صنعتی پارک کې د کار په بشپړېدو سره به ټول تولیدي شرکتونه له ښار څخه دغه پارک ته ولېږدول شي.
په پای کې د ملي سوداګرو په استازیتوب څو تنو خپلې غوښتنې او ستونزې بیان کړې.
د یادونې وړ ده چې د زرنج ښار په ختیځ هوایي ډګر ته څېرمه اتیا جریبه ځمکه د صنعتي پارک د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته