فرهنګ

د هرات ادبي انجمن د تاسيس نوي يمه کاليزه ونمانځل شوه

کابل / دکب ١٠مه / باختر
د هرات ادبي انجمن د جوړېدو د نوي يمې کاليزې جشن د هرات ادبي انجمن د ځوانانو مرکز د تاسيس له شلمې کاليزې سره جوخت جوړ شو .
دغه جشن د هرات د والي د اطلاعاتواوفرهنګ د رييس ، د ادبي انجمن د مسوولينو ، ليکوالانو، شاعرانواو فرهنګيانو په ګډون جوړ شو.
د هرات والي سيد عبدالوحيد زاهد قتالي د هرات ادبي انجمن د جوړېدو نوي يمې کاليزې په مناسبت د دغه ښار فرهنګيانو او اديبانوته مبارکي وويله او د دغه ستر ميراث په ساتنه کې يې د هغوي هلې ځلې مهمې وبللې.
د هرات والي په وروستيو دوو لسيزو کې په دغه ښار کې د ادبي برخې وده ډيره ناڅيزه وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې په هرات کې د ادبياتو مخ پر ودې حالت بيا احيا شي .
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس اريا رووفيان هم په دې جشن کې د هرات د ادبي ټولنې د جوړېدو د نوي يمې کاليزې په مناسبت د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير د مبارکى پيغام ولوست .
اريا رووفيان په دې جشن کې خوښي څرګنده کړه چې د هرات ادبي انجمن به له دې وروسته د هېواد د جمهور رييس د لارښوونې له مخې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د افغانستان د علومو اکاډمۍ ترملاتړ لاندې وي.
رووفيان ټينګاروکړ چې مخکې له دې هم د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست هلې ځلې کړي دي چې د دغه ادبي مرکز د فعاليتونود دوام لپاره د اړتيا وړ امکانات او اسانتياوې برابرې کړي .
دغه راز د هرات ادبي انجمن رييس ډاکتر محمد داوود منير د دغې ټولنې د جوړېدو د نوي يمې کاليزې په مناسبت د هرات فرهنګيانو ته مبارکي وويله او د هېواد په کچه د دغې ټولنې د يوشمېر غړو ادبي کارونه يې بې ساري وبلل .
هغه له دولت په تېره بيا سيمه ييزې ادارې څخه وغوښتل چې د دغه ادبي مرکز ملاتړوکړي چې قوي فعاليتونه نندارې ته وړاندې کړي .
د دغه جشن په پاى کې د انجمن د غړو د څلورو شعري ټولګو مخکتنه هم وشوه .
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته