امنیت

د هرات امنیتي مامورین: د طالبانو له منګولو څخه د پاشدان بند د کارګرانو د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوو

کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
د وسله والو طالبانو له منګولو څخه د هرات د پاشدان بند د تښتولو شویو کارګرانو د موندلو او ژغورلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
یرغلګرو پرون ناوخته د یاد بند ۱۱ تنه کارګران هغه وخت چې له کار څخه کورونو ته یې روان وو؛ په هرات کې وتښتول.
د هرات یوې امنیتي سرچینې باختر آژانس ته وویل چې د وسله والو طالبانو له منګولو څخه د یادو کارګرانو د آزادولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
تراوسه د تښتولو شویو کارګرانو د برخلیک خبر نه دی ترلاسه شوی او وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته