امنیت

د هرات بېلابېلو قشرونو د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د هرات عالمانو، د پوهنتونونو استادانو، ښځو، مدني فعالانو او ځوانانو نن په جلاجلا غونډو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په هرات ښار کې جوړه شوه؛ د هرات د حج او اوقافو رييس عبدالخالق حقاني په هېواد کې روانه جګړه حرامه وبلله او ويې ويل چې عالمانو تل د جګړې د پاى ته رسولو او د سراسري سولې د ټينګښت په خاطر ټينګار او هلې ځلې کړې دي.
د هرات يوشمېر ښځو هم په يوه غونډه او لاريون کې په هرات ښار او د هرات ولايت پر ولسواليو د طالبانو بريدونه وغندل او له امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته