نوی کال 1400خبرونهټولنه

د هرات درې تاريخي ځايونه د مينه والو پرمخ پرانستل شوي دي

کابل /  دوري  ٢مه /باختر

د هرات درې تاريخي ځايونه د لرغونې نوروز په هرکلى د کتونکو پرمخ پرانستل شوي دي.

د ګوهرشاه بيګم بڼ، د مولانا عبدالرحمن جامي بڼ او د چارسوق ډنډ د ١٣ورځولپاره به د مينه والو پرمخ پرانستي دي .

د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې آمر زلمي صفا باختراژانس ته وويل  چې دغه  تصميم د لرغونې نوروز د هرکلى په وياړ نيول شوى دى .

له دغو دريو تاريخي ځايونو څخه د ګوهرشاد بيکم بڼ د ښځو او نجونو لپاره ځانګړى شوى دى .

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د دغو دريو تاريخي ځايونو کتنه د مينه والو لپاره محدود و .

د دغو دريو تاريخي ځايونوترڅنګ د هرات په لسګونو لرغونې تاريخي ساحې اوڅلي د کتونکو پرمخ پرانستي دي .

ختم-ج  ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته