اقتصاد

د هرات د ترانسپورټ عواید زیات شوي دي

کابل /د سلواغې ۶مه /باختر
د هرات د ترانسپورټ ریاست په تېرو ۴میاشتو کې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د هرات د ځمکني ترانسپورټ د تنظیم رییس مولوي جلال الدین حق دوست د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه ریاست د وږي، تلې، لړم او د لېندۍ په میاشتو کې ۱۸میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
حق دوست زیاته کړه چې دغه ریاست د هر مسافر وړونکي موټر له ټولې کرایې څخه په سلو کې درې سلنه محصول ترلاسه کوي.
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني دغه ولایت د افغانستان اقتصادي قطب وباله او زیاته یې کړه: هرات له ګاونډیو هېوادونو سره دوه ګډ بندرونه لري چې د افغانستان اسلامي امارت ته ځانګړی ارزښت لري.
د یادونې وړ ده چې په هرات کې ۳۲ ښاری تګلوري او ۱۳ فعال بندرونه شته چې یواځې د هرات – مشهد په تګلوري کې لس زره موټر فعالیت کوي چې د دغو موټرو ټولې اداري چارې او تنظیمول د هرات د ځمکني ترانسپورټ ریاست پر غاړه دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته