ښوونه او روزنه

د هرات د حرفوي ويندويانود مرکز غوره زده کوونکي وستايل شول

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
دهرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست د دغه ولايت د حرفوي ويندويانودمرکز غوره زده کوونکي وستايل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه د دغې غونډې د جوړولو مسوول استاد واحدي وويل: د نجونواوهلکانوپه ګډون په دغه پروګرام کې سلو تنو برخه والو د زده کړې په ٦مياشتنى موده کې د بيان اود شعر لوستلو فن زده کړل چې ١٢ تنه غوره زده کوونکي وستايل شول.
د دغه پروګرام برخه والو د دغه شان پروګرامونوجوړول د خپلوظرفيتونو د لوړولو سبب وباله او پردوام يې ټينګاروکړ.
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني د دغه شان روزنيزو پروګرامونو د جوړولوهرکلى وکړ او جوړونکي يې وستايل .
مولاناحقاني د ځوانانو پوهه دهېواد د پرمختګ سبب وباله اوله هغوى څخه وغوښتل چې په ټولوبرخوکې خپلې علمي تجربې زياتې کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته