خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د هر ولایت امنیتي حالت هر اړخیزه ارزونه غواړي

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

د هېواد په یو شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی دی او د وسله والو مخالفانو لاس ته د ولسوالیو په لوېدو سره داسې اندېښنې ټوکېدلې دي چې ښایي د ولایتونو د مرکزونو امنیت هم له جدي ګواښ سره مخ شي. په دغه راز حالت کې د  هر ولایت امنیتي حالت هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري.

د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

د یوشمېر ولایتونو امنیتي حالت په رښتیا هم خورا کړکېچن دی. په دغه راز ولایتونو کې یوازې د ولسوالیو د سقوط خبره مطرح نه ده؛ بلکې د دغو ولایتونو مرکزونه هم تر ګواښ لاندې دي. یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې وسله وال مخالفان له پوځي، مدیریتي، لوژستیکي او اکمالاتي پلوه د افغانستان د وسله وال پوځ له تولګیو سره سیالي کولی نه شي او دا وړتیا هم نه لري چې په کوم ولایت کې ستراتېژیک بری ترلاسه کړي، داسې بری چې هغه د جګړې اوسنۍ معادله د دوی په ګټه واړوي. وسله وال مخالفان د ترپ او خرپ جګړه کوي، برید کوي، تاسیساتو ته اور اچوي او بېرته تښتي. دغه راز جګړه یانې د ترپ او خرپ جګړه یوازې عامه امنیت ګډوډولای شي، د ویرې او ډار فضا رامنځ ته کوي، خلک وارخطا کوي؛ خو کومه برخلیک ټاکونکې پایله نه شي رامنځ ته کولای. د افغانستان اوسنۍ جګړه هم په ورته حالت کې ده؛ خو د دې لپاره چې د خلکو روحیه کمزورې نه شي، د ماتې ذهنیت رامنځ ته نه شي او  عامه امنیت ګډوډ نه شي؛ نو د ولایتونو امنیتي حالت ته باید جدي پاملرنه وشي.

د ولایتونو د امنیتي حالت د کابو کولو لپاره تر هرڅه وړاندې د هر ولایت حالت باید په دقیقه او هر اړخیزه توګه وارزول شي. داسې ښکاري چې د یو شمېر ولایتونو مسوولین د خپلو اړوندو ولایتونو په اړه دقیق معلومات نه لري. دوی نه پوهېږي چې په کوم ځای کې ګواښ شته او څنګه باید دغه ګواښ شنډ کړای شي. له هغو والیانو باید پوښتنه وشي چې په ولایتونو کې یې په څو وروستیو ورځو کې ولسوالیو پرلپسې سقوط وکړ. که دوی د ولایتونو په اړه پوره معلومات درلودای؛ نو له وړاندې به یې داسې تدابیرنیولی وای چې د ولسوالیو د سقوط مخه نیول شوی وای. که په هر ولایت کې ولسوالي سقوط کوي او د مخالفانو لاس ته لوېږي؛ نو لومړی مسوولیت یې د همغه ولایت والي ته متوجه دی او که کومه پوځي قرارګاه سقوط کوي؛ نو مسوولیت یې د اړوندې قول اردو، فرقې او لوا قوماندانانو ته متوجه دی.

غوره دا ده چې اړوندې ادارې د هر ولایت د امنیتي حالت د ارزونې لپاره شاخصونه او یو هراړخیز میکانیزم وټاکي او بیا د دغو شاخصونو په رڼا کې امنیتي حالت وارزوي. دغه راز اروزنه فرصت برابروي چې د هر ولایت په امنیتي سیستم کې قوي او کمزوري اړخونه په ګوته کړای شي. د قوي اړخونو د لا قوي کولو او د کمزوریو اړخونو د قوی کولو لپاره تدابیر ونیول شي.

مهمه خبره دا ده چې موږ په ولایتونو او ولسوالیو کې له تصادفي اقداماتو خلاصون ومومو او هر څه د یو منظم پلان له مخې ترسره شي. د حالت د ارزونې لپاره د شاخصونو ټاکل هم ډېر ستر اهمیت لري. که شاخصونه په دقیق ډول وټاکل شي او بیا هر شاخص په هر اړخیز ډول ورازول شي؛ نو د هر ولایت د حالت رښتینی انځور ترلاسه کېدای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته