امنیت

د هلمند د ملي امنيت د څارنوالۍ رييس په چاودنه کې ووژل شو

کابل /دکب١٦/باختر
د هلمند د ملي امنيت د څارنوالۍ رييس په لښکرګاه ښار کې په نننۍ چاودنه کې ووژل شو.
محمود اغا نن سهار کله چې خپل کار دفتر په لور روان و، په لښکرګاه ښار کې د هلمند د امنيې قوماندانۍ په وړاندې د هغه د سپرلۍ په موټر چاودنه وشوه .
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل په چاودنه کې د هلمند د ملي امنيت د څارنوالى رييس ووژل شو. تراوسه پورې د دغې چاودنې ډول او د هغه له امله د رامنځته شوي مرګ ژوبلې په اړوند معلومات نه دي ترلاسه شوي. د دغې پېښې جزييات وروسته خپرېږي. ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته