امنیت

د هلمند د واشیر پر ولسوال برید شوی دی

لښکرګاه/ د مرغومې ۳۰ مه/ باختر
د هلمند د واشیر ولسوال محمد ظاهر حقیار په وسله وال برید کې شهید شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.
د هلمند د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حقیار تېره شپه د لښکر ګاه ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې شهید شوی دی.
تر اوسه پورې د برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته