خبرونهامنیت

د هلمند د پوليسو د اکاډمۍ يو استاد ترور شو

٣١- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د هلمندد پوليسو د اکاډمۍ يو استاد د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
په استاد ولي محمد نن سهار د هلمند په مرکز لښکرګاه ښارکې د موترسايکل سپرو يرغلګرو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو .
د رارسېدلوخبرونوله مخې ؛ د پوليسو د اکاډمى دغه استاد د خپل کار په لور روان و، چې پرې بريد وشو.
د هلمند يو امنيتي مقام له باختراژانس سره په اړيکه کې د پوليسو اکاډمۍ د دغه استاد ترورتاييد کړ.
هغه وويل يرغلګر تښتېدلي دي او د هغوى د پېژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
تراوسه پورې د دغه استاد د ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خوسيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغه بريد عاملين بولي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته