امنیت

د هلمند د څارګرې ادارې پر مطبوعاتي مسوول برید شوی دی

لښکرګاه/دسلواغې۳مه/باختر
د هلمند د لښکر ګاه ښار کې نامعلومو وسله والو د دغه ولایت د څارګرې ادارې پر مطبوعاتي مسوول  برید کړی دی.
ځايي چارواکي وايي چې پر محمد داوود مظلوم یار برید تېر ماښام ۷ بجې د دویېمې حوزې په مربوطاتو کې شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک باختر اژانس ته وویل چې په برید کې د څارګرې ادارې مطبوعاتي مسوول محمد داوود مظلوم یار شهید شوی  دی.
سرچینه زیاتوي چې په برید کې یو بل کس ټپی شوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
دغه برید په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د دغه ولایت د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مسوولینو ویلي وو چې په تېره یوه میاشت کې یې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۶ کسان نیولي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته