ټولنه

د هلمند سیند کې ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

– کابل/ د کب ۶ مه/ باختر
د روزګان د ګېزاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هلمند سیند کې د موټر بندېدو په پېښه کې ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه پېښه پرون د روزګان ګززاب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، کله، چې د واده موټر د روزګان د ګېزاب ولسوالۍ اړوند هلمند سند کې بند شو او اوبه ورپورته شوې.
د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي چې په دغه پېښه کې ۱۰ تنه، چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي مړه شوي دي.
ویل کېږي چې موټر د پل د ویجاړېدو له امله سیند ته لوېدلی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته