ټولنه

د هلمند په مرکز کې سړکونه او پلګوټي رغول کېږي

کابل/ د وږي٢٤مه / باختر
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سړکونو اوپلګوټو د ترميم او بيا رغونې کار نن پيل شو.
په ښارکې په لسګونه پلګوټي او سړکونه چې په تېرو وختونو کې د جګړو او د وخت په تېرېدو سره ويجاړ شوي دي، بايد ترميم او ورغول شي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښاروال احمد سعيد انصاري د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پروژه د ښاروالۍ له بودجې څخه پلې کېږي.
هغه وويل چې د پلګوټو او سړکونو د ترميم او بيا رغونې پروسه د دوى تخنيکي کارکوونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.
د لښکرګاه اوسيدونکو د پلګوټو او سړکونو ترميم لپاره د دې اقدام هرکلى وکړ چې په دې کار سره به د ترافيک او د ښار په نظم کې ښه والى راشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته