ټولنه

جنرال رجب : داورښت ددوام په صورت کې به دسالنګ لويه لاره په موقت ډول دترافيکو پرمخ وتړل شي

 

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٣ :

دسالنګونو دساتنې او څارنې امر وايي په شمالي سالنګ کې له سخت توپان سره دواورې اورښت دوام لري په دې صورت کې په موقتي ډول دسالنګ دلويې لارې دتړلو امکان شته.

دسالنګونو دساتنې او څارنې آمر جنرال رجب باختراژانس ته وويل  په شمالي سالنګ  کې له سخت توپان سره دواورې اورښت دوام  لري  او په  جنوبي سالنګ کې  دواورې  اندازه دځمکې پرمخ پنځوس  سانتې مترو ته رسيدلې ده.

ده وويل   دواورې داورښت ددوام په صورت کې دناڅاپي پيښو درامنځته کيدو دمخنيوي په  خاطر  په موقتي ډول ددغې لويې لارې دتړلو امکان شته.

ده څرگنده کړه چې تراوسه پورې دترافيکو بهير عادى دى  او دوسايطو له چلوونکو څخه يې وغوښتل  چې دلويې لارې دموظفينو  دلارښوونې له مخې عمل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته