خبرونهامنیتفرهنګ

د هیواد د پیاوړي شاعر او مورخ انجنیر عبدالله عاطفي د شهادت په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرني پیغام

کابل/ د زمری ۱۴مه/ باختر

په ډېر خپګان خبر راورسېد چې د هیواد یو پیاوړی شاعر، مورخ او علمي شخصیت انجنیر عبدالله عاطفي، تېره شپه د روزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري په شهادت رسېدلی دی.

ویل کېږي چې انجنیر عاطفي له خپل کورڅخه د وسلې په زور ایستل شوی، په مرګوني ډول وهل شوی او په شهادت رسېدلی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هیواد د تاریخ، ادب او پوهې ددغه خدمتګار شخصیت سره د طالب وسله والو دغه کرغېړن چلند غندي، د دوی د وحشت یوه بېلګه یې ګڼي او شهادت یې د هیواد لپاره لویه علمي او انساني ضایعه بولي.

ارواښاد عاطفي د هیواد د تاریخ، شعر او ادبیاتو په برخه کي د پام وړ او مُهم آثار لیکلي او پنځولي ول چې شرق السلطان لرغوني پښتانه عبریان یې په ۱۳۰۰ پاڼو کې تاریخي څېړنه او یون یې د شعري ټولګو له جملې چاپ شویدي. نوموړي دغه راز د عبرت په نامه د یوې چاپي رسنۍ بنسټ ایښی وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د نوموړي کورنۍ، دوستانو او د هیواد ټول علمي قشر ته ددغه ویر تسلیت وړاندې کوي او د انجینر عاطفي د روح د ابدي سکون دُعا کوي.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته