اقتصاد

د هیواد په شمال کې له ګاز نه د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره د ۲۵۰ میلونو ډالرو په ارزښت پانګونه کېږي

کابل- باختر د تلې د مياشتې ١١مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د ISO  بین المللي سټنډرډ تصدیق ليکونو د صادرولو او له ګاز نه د برېښنا انرژۍ د تولید په هکله  په پیشنهادي طرحوبحث وشو.
د جمهور رييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
پدې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، لومړی د ISO د بین المللي سټندرد تصدیق ليکونو پر صادرولو باندې بحث وشو. غونډې ټينګار وکړ چې د شرکتونو په معیاري کېدو سره د افغاني محصولاتو کیفیت تضمین او په اعتمادي توګه د سیمې او نړۍ بازارونو ته صادرېږي.
د نورم او سټنډرډ ادارې مسوولینو وویل ، د ISO تصدیق ليکونو د وېش پروسې عملي کېدلو وخت نیوه، خو دغه اداره یې تر عملي کېدو پورې یواځې یو ګام واټن لري. هغوی وویل چې د دې ادارې یوه ډله کارپوهان د لازمو زده کړو ترلاسه کولو لپاره ترکیې ته لېږل شوي.
د دې ادارې مسوولینو وویل، د ښه کیفیت لرونکو تصدیق ليکونو د صادرولو لپاره دغه اداره ۵ تیار او ۳ پلان شوي لابراتوارونه لري چې په دغو لابراتوارونو کې محصولات په هیواد کې دننه په  اساسي توګه ازمویل کېږي.
په زیربنايي چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي د ISO تصدیق ليکونو صادرول یو مهم او ارزښتناکه ګام وباله او ویې ویل چې پدې برخه کې باید لازم مهارتونه موجود وي او د لوړو زده کړو له وزارت سره دې همغږي وشي څو خلکو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د شرکتونو د معیاري کېدو د هرکلي تر څنګ وویل، ټول شرکتونه دې ته اړ دي چې پدې برخه کې لازم معیارونه پوره او د سټنډرډ بین المللي  سازمان سند ترلاسه کړي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د دې موضوع د راپور له اورېدو وروسته وویل، د نورم او سټنډرډ ادارې ظرفیت باید مشخص او پدې اداره کې د نړیوال سټنډرډ سند د صادرولو مسله هم ثابته شي، ځکه پدې برخه کې متخصصې قوې ته اړتیا ده.
جمهور رئيس د سټنډرډ بین المللي سند په صادرولو ټینګار وکړ او وېې ویل چې د دې طرحې د عملي کېدو لپاره باید په تخصصي او مرحله یې توګه اقدام وشي او پدې برخه کې د شرکتونو له تجربې کار واخیستل شي.
محمد اشرف غني وویل چې د شرکتونو فعالیت باید د بین المللي معیارونو مطابق عیار شي او پدې برخه کې هر اړخیزې څېړنې لازمي دي.
د دې غونډې په بله برخه کې د شبرغان له طبیعي ګاز نه د برېښنا تولید په برخه کې د ۲۵۰ ملیونو ډالرو په ارزښت د بیات برېښنا شرکت د پانګونې په طرحې خبرې وشوې.
جمهور رئيس د هیواد د برېښنا منابع مهمې وبللې او وېې ویل چې د شمال حوزې د ګازو منابع باید په ښه توګه مدیریت شي او یوه ډله متخصصین دې د شمال د ګازو د ظرفیت تثبیتولو لپاره هر اړخیزې څېړنې وکړي.
د هیواد جمهور رئيس د پانګونې په ځانګړې توګه برېښنا په برخه کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت به شرکتونو ته د رقابت زمینه مساعده کړي.
جمهور رئيس وویل چې پروسیجر باید واضح وي او د هرې پروژې په هکله باید شرکتونو ته معلومات ورکړل شي، څو هغوی د سمو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته رقابت وکړي او د طرحو د عملي کېدو لپاره تر ټولو غوره شرکت وټاکل شي.
د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني پدې هکله وویل،  د بیات برېښنا شرکت د شمال له ګاز نه د بریښنا تولید لپاره خپله طرحه وړاندې کړې چې د نورو شرکتونو په پرتله جامع ده. هغه وویل، د دې طرحې په عملي کېدو سره به ۵۰ میګاواټه برېښنا د شبرغان له طبیعي ګازه تولید شي.
په زیربنایي چارو کې د جمهور رئيس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي وویل، یادې کمپنی پدې برخه کې مقدماتي کارونه پیل کړي او دېته لیواله ده، چې له ګازو نه د برېښنا تولید لپاره د دې طرحې د عملي کېدو بهیر ګړندی کړي.
په غونډه کې د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د برېښنا سکتور په برخه کې د پانګونې هرکلی وکړ او دا کار یې د پرمختګ په برخه کې یو نیک اقدام وباله.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، هغه کمپنۍ چې ټاکل شوې له ګاز نه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي د ګازو او مالي منابعو د مدیریت وړتیا لري او د ګاز منابع هم باید وارزول شي چې د څومره برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د برېښنا رئيس قدرت الله دلاوري له ګاز نه د برېښنا انرژۍ تولید د برېښنا د خودکفایۍ په برخه کې مهم ګام وباله او ويې ویل چې د دې طرحې په عملي کېدو سره به افغانستان په سیمه کې ښه ځای ترلاسه کړي چې دا کار به د برېښنا د قېمت په راټيټېدو هم اغېز ولري.
پدې غونډه کې د بیات بريښنا کمپنۍ استازي د پانګونې په برخه کې د کمپنۍ د لازم تیاري او د شمال له ګاز نه د برېښنا انرژۍ د تولید په هکله غونډې ته ډاډ ورکړ.
په پای کې شورا پرېکړه وکړه، چې د بیات برېښنا شرکت سره د ۲۵۰ ملیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک او دې سره سم د جمهور رئيس د ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د ټکنالوژی کارول، د ګازو منابع او له ګاز نه د برېښنا انرژی تولید په برخه کې هر اړخیزې ارزونې وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته