۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو دنظارت لپاره درې سوه زرو تنو ناظرانو ته اړتيا ده

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٧ :
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون يو غړى وايي دشفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره به درې سوه زره تنه ناظران  وټاکل شي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دانتخاباتو دخپلواک کميسيون غړى سرير احمد برمک  وايي  دانتخاباتو دترسره کولو او دڅارنې او کتنې لپاره درې سوو زرو ناظرانو ته اړتيا ده.
ده وويل  تراوسه پورې  له بيلابيلو مرکزونو څخه ٥٨٤٧٤  تنه  دناظرانو په توګه نومونه ثبت کړي دي  او له  کميسيون څخه يې داعتبار ليک او دنظارت کارتونه هم ترلاسه کړي دي   ترڅو له انتخاباتو څخه  څارنه او ليدنه  وکړي .
ټاکل شوې ده داروپا اتحاديه  هم تر څوراتلوونکو ورځو پورې خپل ناظران دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته معرفي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته