خبرونهورزش

د هېواد نهه ورزشکاران د المپيک په سياليو کې ګډون کوي

کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر

ټاکل شوې ده د هېواد ورزشکاران په بشپړ تياري سره د المپيک په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.

د المپيک ملي کمېټې سکرټر جنرال يونس پوپلزي باختر آژانس ته وويل چې افغان ورزشکاران په تېرو څو مياشتو کې په دغو نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره په تمرينونه بوخت دي.

ټاکل شوې ده فرزاد منصوري په تکواندو، شاه محمود نبرد او کيميا يوسفي په اتلتيک، فهيم انوري د لامبو وهلو او مهدي شجاعي د نښې وهلو په څانګو کې د المپيک په سياليو کې ګډون وکړي.

درې افغان پناه غوښتونکي هم په دغو نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره لاره موندلې ده.

د المپيک نړيوالې سيالۍ ټاکل شوې ده د جولای په ٢٣مه د جاپان په توکيو کې پيل شي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته