کابل باختر دزمري د مياشتې ١٠ :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دافغان امنيتي او دفاعې ځواکونو په دعملياتوپه بهيرکې ٩١ تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د غه عمليات د ډار اچوونکو دځپلو او دخلکو دسر اومال دساتنې په موخه دننګرهار ، ميدان وردګو، پکتيا، پکتيکا، غزني ،قندهار، زابل ، فراه ، جوزجان ، کندز ، بدخشان ، کابل او د هلمند دولايتونو په ځينو ولسواليوکې ترسره شول چې له امله يې د ٢٠ تنو داعشيانو په ګډون ٩١ تنه ډاراچوونکي ووژل شول؛ ٥٦ تنه ټپيان او يو تن بل ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛ د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن يوه اندازه مهمات هم له منځه تللي دي.
دغه راز دکابل ولايت د ده سبز او پغمان د ولسواليو په مربوطاتو کې دګډو چاڼيزوعملياتو په بهيرکې له جنګي تجهيزاتو سره يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل